د افغانستان بانک او د هېواد د صرافانو ترمنځ د صرافانو د کړنو د تنظیم په مقررې خبرې اترې وشوې

۱۳۹۶ کال، د لیندۍ په ۸ مه  د افغانستان بانک او صرافانو ټولنو ترمنځ  د صرافانو د کړنو په مقررې خبرې وشوې.

د غونډې په ترڅ کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر وویل چې د صرافانو د کړنو د تنظیم په مقرره کې د تعدیلات په اړه به له مشرتابه پلاوي سره خبرې وکړي.

ښاغلي نوشیر زیاته کړه چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې ټولې مالي معاملې باید له خوندیتوب څخه برخمنې وي او هیڅ ډول معامله هم د تورو پیسو د سپینولو لامل ونه ګرځي، ځکه صرافان او پولي خدمتونو وړاندې کوونکي د افغانستان مالي او پولي نظام د پیاوړتیا لپاره لارې چارې برابروي.

په دې پروګرام کې د صرافانو د ټولنې استازو هم خپلې وړاندیزونه وړاندې کړل او زیاته کړه چې د افغانستان بانک په یاده مقرره کې تعدیلات د مالي نظام د پیاوړتیا او خوندیتوب په موخه راغلي دي، خو د دې ترڅنګ یې ځینې وړاندیزونه درلودل او هیله یې وکړه چې په شته مقرره کې ځینې تعدیلات رامنځته شي، څو صرافان هم په آسانه توګه خپلې مالي معاملې ترسره کړي.

د صرافانو مقرره، صرافانو ته د جواز ورکولو شرایط، د مالي شرکتونو جوړول، د صرافانو ثبتول او د صرافانو له خوا د مالي معاملاتو په اړه راپور ورکول رانغاړي.