په سویل ختیځ زون کې د افغانۍ د کارولو په اړه د عامه پوهاوۍ پروګرامونه جوړ شو

د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ میاشتې ۱۱ – د افغانستان بانک د افغانۍ د کارولو او ښه ساتلو بهیر په دوام کې دا ځل د افغانستان په سویل ختیځ زون (خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني) کې د عامه پوهاوۍ پروګرامونه په لاره واچول.
د افغانستان بانک د سویل ختیځ زون مسوولینو د اړوند زون په ځینو ښوونځیو کې د چاپي او هڅوونکي موادو د ویشلو پرمهال د افغانۍ، د افغانۍ د کارولو اهمیت او په کورني معاملو کې د بهرنیو اسعارو د کارولو د زیانونو، د افغانۍ د ساتلو څرنګوالي، د افغانۍ په وړاندې د افغانانو د مسوولیت په اړه د خبرو په ترڅ کې وویل چې دا د هر افغان ملي دنده ده چې په ورځنیو راکړو ورکړو کې افغانۍ چې زمونږ د ټولو افغانانو د ملي هویت نښان دی، وکاروي.
د یادولو وړ ده چې د اسنادو او اړیکو آمریت د هېواد په ختیځ، سویل ختیځ، سویل لویدیځ او لویدیځ زونونو کې د افغانۍ د دودولو پیغام لرونکي چاپي او هڅوونکي موادو د ویشلو پروسه په پام کې نیولې ده چې دا بهیر په نورو زونونو کې هم دوام لري.