په هېواد کې د ورکړې د سیستم د پراختپا او پلي کیدو په اړه غونډه جوړه شوه

د ۱۳۹۳ کال د سلواغې په ۲۱ نېټه د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي، د افغانستان د ورکړې د سیستم د ادارې او د سوداګریزو بانکونو د رئيسانو ترمنځ په هېواد کې د ټولو سواګریزو بانکونو د ورکړې د سیستم د پراختیا د څرنګوالي په اړه د فغانستان بانک د کنفرانسونو په تالار کې غونډه جوړه شوه.د غونډې په پیل کې ښاغلي هډه وال د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال د ورکړې د سالم او اغیزناکه سیستمونو د ارزښت او د ورکړې د سیستمونو د پراختیا، ثبت، خونديتوب، تنظیم او پر څارنې د افغانستان بانک د مسؤولیتونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک له قانون سره سم د تیرو دولسو کلونو په اوږدو کې تل په هېواد کې د ورکړې د سیستمونو د پراختیا په برخه کې له هیڅ ډول هڅې او هاند څخه دریغ نه دی کړی او په دې برخه کې یې ښې لاسته راوړنې هم درلودلې دي چې کولای شو د بېلا بېلو کارتونو، د بانکونو او موبایل له لارې او د مخابراتي شرکتونو له لارې له ورکړو څخه یادونه وکړو.د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي هډه وال په ملي او نړیواله کچه د وکړې د سیستمونو د اسانتیا، چټکتیا او روڼتیا ترڅنګ زیاته کړه چې د ورکړې د سیستمونو جوړول او عصري کول اوس مهال د هېواد مهمه اړتیا ده او د ورکړې او فزیکي پیسو د جریان له امله اوسنۍ ستونزې ورځ تر بلې راکموي.   

ورپسې د افغانستان د ورکړې د سیستم د ادارې (Afghanistan Payment System) مسؤول ښاغلي زهیر باور هم د یاد شوي سیستم د پراختیا او اغیزمنتیا او په ملي او نړیواله کچه د هغه د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګریزو بانکونو رئیسانو، د افغانستان د بانکدارانو د ټولنې استازي او د افغانستان بانک د ادارو یو شمېر امرینو او مدیرانو هم ګډون کړی ؤ.