د افغانستان بانک د افغانۍ د دودولو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه میدان وردک ولایت ښونځیو ته ورسول

د ۱۳۹۶ کال، د لیندۍ ۱۳ مه -  د افغانستان بانک د افغانۍ د دودولو په اړه او د خلکو د معلوماتو د لوړولو په موخه په میدان وردک ولایت کې  د ښونځیو زده کوونکو ته، ښونځي بکسې، قلمونه، زده کړه ایزې رسالې او یوشمیر نور خپریدونکي توکي وویشل او زده کوونکي یې وهڅول چې د پېر او پلور پرمهال افغانۍ وکاروي.

د پنجشیر او پروان ولایتونو وروسته اوس د میدان وردک ولایت  د هلکانو او نجونو په ښونځیو کې د بکسو او قلمونو د ویش پرمهال د افغانستان بانک د مرکزي زون آمر وویل چې د دې ډالیو ویش چې د ملي ارزښتونو په اړه پیغامونه هم له ځان سره لري، ملي ارزښتونو ته درناوی دی او د افغانستان بانک هڅه کوي چې افغان ماشومانو ته د ملي ارزښتونو په اړه معلومات ورکړي.

د یادونې وړ ده چې دغه پروګرام د افغانستان بانک له لوري له یوې میاشتې راهیسې پیل شوی او له افغانۍ سره د  زده کوونکو آشنا کول، د افغانستان بانک د دندو توضیح او تشریح کولو په اړه هېواد والو ته معلومات وړاندې کول دي.