د لوګر ولایت په ځینو ښوونځیو کې د افغانۍ د دودولو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام

د ۱۳۹۶ کال، د لیندۍ ۱۴ مه -  د افغانستان بانک د افغانۍ د دودولو په اړه او د خلکو د معلوماتو د لوړولو په موخه د لوګر ولایت انجونو او کوچيانو ښوونځیو کې نارینه او ښځینه زده کوونکو ته، ښونځي بکسې، قلمونه، زده کړه ایزې رسالې او یوشمیر نور خپریدونکي توکي وویشل او زده کوونکي یې وهڅول چې د پېر او پلور پرمهال افغانۍ کارولو ترڅنګ په ساتنه کې هم کوښښ وکړي.

د افغانستان بانک د مرکزي زون آمر د ښونځیو بکسو او قلمونو د ویش پرمهال  وویل چې زده کوونکي د هېواد د راتلونکې جوړونکي دي، بیا له ملي ارزښتونو سره د زده کوونکو آشنا کول، چې افغانۍ هم د ملي ارزښتونو له ټولګې څخه دي، د ملي ارزښتونتو څخه د ملاتړ لپاره لارې چارې برابرول دي.

د یادونې وړ ده چې دغه پروګرام د افغانستان بانک له لوري له یوې میاشتې راهیسې پیل شوی دي، چې موخه یې په پېر او پلور کې د افغانۍ کارول او له  افغانۍ پیسو څخه ښه ساتنه ده.