په ننګرهار ولایت کې پولي خدمتونو وړاندې کوونکو او صرافانو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو د تنظیم د مقررې د تعدیل او د پیسو د وینځلو او د ترهګرۍ د مبارزې اړوندو موضوعاتو په اړه یوه ورځنۍ روزنیز سیمینار جوړ شو. په دی سیمینار کې چې د روان کال د لیندی په 12 نیټه په ننګرهار ولایت کې جوړ شوې وو 186 تنو صرافان او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ګډون کړې ؤ.

په پیل کې د سیمینار موخې  د ختیځ زون سیمه ایز مسئول لخوا وړاندې شو، ورپسې د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو د تنظیم د مقررې د تعدیل، د جواز ورکولو څرنګوالې او د پیسو د وینځلو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په هکله  د مالي چارو د څارنې آمریت د مسئول لخوا ګډون والو ته وضاحت ورکړل شوه.

د دی روزنیز سیمینار په پای کې  د اړوندو موضوعاتو په اړه آزاده خبرې اترې په لاره واچول شو او ورپسې د ګډون والو پوښتنې ته ځواب ورکړل شوه.