د افغانستان او د پیسو د نړیوال صندوق ترمنځ د اقتصادي سمونونو پروګرام د پرمختګ د ارزونې د دویمې دورې د بریالي پای په مناسبت د افغانستان بانک مطبوعاتي بیانیه

کابل، 1396 د لیندۍ 18 – د پیسو د نړیوال صندوق مشرتابه پلاوي د افغانستان او د پیسو د نړیوال صندوق د ګډ پروګرام د پرمختګ د دویمې دورې ارزونې د بشپړیدو راپور تصویب کړه.

د دې ارزونې له بشپړیدو سره سم، مرکزي بانک، د مالیې وزارت او د افغانستان ټول دولت توانیدلی دی څو د هېواد د لوی اقتصاد د ثبات د ساتلو څارونکي ټولې مقدارې موخې لکه د انفلاسیون کنټرولول، د عوایدو راټولول، د اسعاري زیرمو ساتل، د پیسو د حجم کنټرولول او له ټاکل شوي پروګرام سره سم نورې موخې ترلاسه کړي. په همدې ترتیب د تشکیلاتي سمونونو ټولې موخې چې د بانکي نظام، پر بانکي سکتور باندې د واکمنې حقوقي او مقرراتي اډانې پراختیا او پیاوړتیا، د دولت د عوایدو او لګښتونو په برخه کې د جوړښتونو د پیاوړتیا او د فساد، د پیسو د وینځلو او د تروریزم د تمویل پر وړاندي د مبارزې رژیم د ښه والی په برخه کې چې د ګډ پروګرام په اډانه کې په پام کې نیول شوي ؤ، په بشپړ توګه تطبیق شوي دي.

د افغانستان بانک، په بریالیتوب سره د دې پروګرام بشپړیدل د تشکیلاتي سمونونو، د پولي او مالي ثبات د ساتنې او د هېواد د ادارو د پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې لویه لاسته راوړنه وبلله.

د افغانستان بانک هیله من دی چې د راتلونکو کلونو په اوږدو کې د نوي پروګرام په تطبیقیدو سره د تشکیلاتي سمونونو او د اقتصادي ودې، سوکالۍ او ثبات په برخه کې د پام وړ پرمختګونو لپاره لا زمینې برابرې شي.