د پیسو نړیوال صندوق د اقتصادي سمونونو په برخه کې د افغانستان کړنې مثبت اعلان کړې

 کابل، ۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۹ – د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د یوه خبري کنفرانس له لارې د افغانستان او دپیسو د نړیوال صندوق ترمنځ د اقتصادي سمونونو د ګډ پروګرام د پرمختګ د دویمې دورې ارزونې د بریالي بشپړتیا په اړه خبر ورکړ.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق وویل چې د افغانستان بانک، د مالیې وزارت او په عموم توګه د افغانستان ټول دولت وتوانید چې د لوی اقتصاد د ثبات ساتوونکي ټول مقداري هدفونه لکه د انفلاسیون کنټرولول، د عوایدو راټولول، د اسعاري زیرمو ساتل، د پولي حجم کنټرولول، د بانکي نظام د ټینګښت لپاره تشکیلاتي سمونونه، د بانکونو لپاره د مقرراتي کاري چوکاټ جوړول، د پیسو د تطهیر او د ترهګرۍ د تمویل په وړاندې د مبارزې رژیم هڅول او د ECF پروګرام لاندې نور له مخکې ټاکل شوي هدفونه په بریالي توګه ترلاسه کړي چې د پیسو د نړیوال صندوق د چارواکو لخوا تائید شول.

د افغانستان بانک لوی رئیس د خپلو خبرو په بله برخه کې زیاته کړه چې د افغانستان بانک د دې لویې لاسته راوړنې ترڅنګ توانیدلی چې د اړینو تدابیرو تر لاس لاندې نیولو او د معقوله پولي سیاستونو په طرحه کولو سره بیې په بریالۍ توګه کنټرول او له انفلاسیون څخه مخنیوی کړی دی. په هېواد کې د انفلاسیون نرخ ۳.۷۷ سلنه دی چې تر ډېره بریده د سیمې هېوادونو په پرتله د قناعت وړ دی. دا په داسې حال کې ده چې ایران ۱۵ سلنه او پاکستان له ۷.۹ سلنه انفلاسیون سره مخ دی. له دې څخه څرګندیږي چې د افغانستان مرکزي بانک خپلې دندې له هره اړخه په بریالیتوب ترسره کړي دي.

ښاغلي صدیق د هېواد د خالصه اسعاري زیرمو وضعیت ښه ارزولې او زیاته یې کړه چې اوس مهال د افغانستان بانک خالصه اسعاري زیرمې کولای شي چې لس میاشتې واردات تر پوښښ لاندې راولي، دا په داسې حال کې ده چې هغه هېوادونه چې خالصه اسعاري زیرمې یې وکړای شي درې میاشتې واردات تمویل کړي، د بریالیو هېوادونو له ډلې څخه شمېرل کېږي.

په پای کې ښاغلي خلیل صدیق د ډالر په وړاندې د افغانۍ نوسان یوه عام او نړیوال حالت سره ورته وباله او زیاته یې کړه چې په روان کال کې د امریکايي ډالرو په وړاندې افغانۍ ۳ سلنه نوسان لري، په داسې حال کې چې د امریکايي ډالرو په وړاندې د چک هېواد ۱۵ سلنه، دنمارک ۱۰.۶ سلنه، جنوبي کوریا ۹.۵ سلنه، رومانیا ۸.۶۴ سلنه، سټرلینګ پاونډ ۷.۷۸ سلنه او ایراني تومان ۱۷ سلنه نوسان درلودلی دی. له همدې کبله افغانۍ په بشپړه توګه یو مطلوبه حالت کې قرار لري چې لامل یې د افغانستان بانک د اغېزناکه او ګټوره سیاستونو پلې کول دي.

د یادولو وړ ده چې په دې کنفرانس کې د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي سربېره د بیلابیلو آمریتونو آمرینو او مرستیالانو او د ډله ایزو رسنیو استازو ګډون کړی وو.