د افغانستان بانک د یوه ټینګ مالي نظام جوړولو ته ژمن دی

کابل، د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۹–  د افغانستان بانک د مالي نظام د ټینګښت پروژې په چوکاټ کې د یونیکن (UNICON) نړیوال شرکت سره د ۲۲۰ میلیونه افغانۍ په ارزښت د مالي چارو د څارنې آمریت د کارکوونکو مسلکي وړتیا لوړولو په موخه تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د دې تړون د لاسلیک اصلي موخه د مالي او بانکي سکتور لاټینګښت وباله او ویې ویل چې په دې تړون کې د مالي چارو د څارنې آمریت د کارکوونکو د وړتیا لوړول، د مقرراتي کاري چوکاټ بیاکتل او د اړتیا په صورت کې د هغه تعدیلول، الکترونیکي ډیټابیس او د خطر پر اساس د څارنې طریقې بدلول او په عموم توګه د پیاوړي مالي سیستم جوړول رانغاړي.

دا تړون د هېواد د لوی اقتصاد د ثبات د تامینولو، د خصوصي سکتور پراخولو او د پراخه اقتصادي ودې په موخه د بیو د ثبات ساتلو او د سالمه مالي نظام د جوړولو لپاره د غوره نړیوالو تګلارو او کړنلارو د کارولو په برخو کې د افغانستان بانک د ژمنې  پر بنسټ په پام کې نیول شوی دی.