پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د افغانستان په بانکدارۍ او مالي انسټیټیوټ کې د شتمنیو او پوراینو د مدیریت تر سرلیک لاندې لومړنی علمي سیمینار جوړ شو
د افغانستان د بانکدارۍ او مالي انسټیټیوټ او د خطرونو د مسلکي مدیرانو د نړیوالې ټولنې د مخکنیو هوکړو پر بنسټ د شتمنیو او پوراینو د مدیریت تر سرلیک لاندې لومړنی علمي سیمینار جوړ کړ.
د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي په دې سیمینار کې د خبرو پر مهال وویل چې د هرې ورځې په تیریدو سره د خطرونو د اغیزناکه مدیریت، د ترتیب شویو اډانو د جوړولو او د بېلابېلو موډلونو د تطبیقولو موضوع په دې برخه کې د پام وړ ارزښت پیدا کړی چې حتی په نورو برخو لکه محاسبه او مالي( IFRS9)، د داخلي پلټنې د لارښوونې، د خطرونو پر مدیریت ولاړ د نویو طریقو پر بنسټ د مالي سکتور د څارنې او د یو مالي ادارې د نورو برخو د ډېرو نویو لارښوونو پلي کول، د خطرونو د مدیریت د یو پیاوړي او فعاله سیستم لپاره اړینه ګنل کیږي. تمه کیږي څو مالي ادارې په ځانګړې توګه سوداګریز بانکونه په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د افغانستان بانک دویم مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې په تیر کال کې د خطرونو د مدیریت او په بیړنيو حالاتو کې د افغانستان بانک د فعالیت د دوام او د خسارې د جبران پلان د تطبیقولو په برخه کې د افغانستان بانک له مهمو کړنو څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې دا پلان په ځانګړو حالاتو کې د افغانستان بانک د بنسټیزو عملیاتو د ځند له امله د خطرونو د کموالي په برخه کې بنسټیز او مهم ګام ګڼل کیږي او مالي ادارې هم باید په بیړنیو حالات کې د فعالیت د دوام د سیستمونو په جوړیدو باندې لازمه پاملرنه وکړي او په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
یاد سیمینار په تیر کال کې د افغانستان د بانکدارۍ او مالي انسټیټیوټ د کړنو د لنډ راپور له وړاندې کولو وروسته، د هېواد په مالي نظام کې د شتمنیو او پوراینو د مدیریت پر موضوع باندې تمرکز وکړ او د بحث او د نظرونو له شریکولو وروسته پای ته ورسیده.
د یادونې وړ ده چې په دې سیمینار کې د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي سربېره د افغانستان د بانکدارۍ او مالي انسټیټیوټ رئیس، د افغانستان د بانکونو د ټولنې رئیس، د سوداګریزو بانکونو رئیسانو او د مالي او پولي ادارو یو شمېر لوړو پوړو چارواکو ګډون کړی ؤ.