د جلال آباد په ځینو ښوونځیو کې د افغانۍ د کارولو په اړه د عامه پوهاوۍ پروګرامونه جوړ شو

د افغانستان بانک د افغانۍ د کارولو او ښه ساتلو بهیر په دوام کې دا ځل د جلال آباد په ځینو ښوونځیو کې د عامه پوهاوۍ پروګرامونه په لاره واچول.

 د افغانستان بانک د ختیځې حوزې ساحوي دفتر مسول الحاج احمدزي توحیدیار له ځینو ښوونځیو کې د افغانیو ترویج د پيغام رسونې او همدا شان د زده کونکو د تشویق په موخه لیدنه وکړه ، په یاده لیدنه کې چې زده کونکو ته د افغاني بانکنوټونو باره کې معلومات، د افغانئ د دودولو ګټې او همدا شان د ملي ارزښتونو باره کې معلومات ورکړل شول تر څنګ یې، د افغانیو د ترویج په پیغامونو ښکلې شوې کتابې بکسې، کوچني کتابونه او همدا شان قلمونه وویشل شول، زده کونکو ژمنه وکړه چې خپله به هم افغانۍ کاروي او کورنۍ و چاپیریال کې به هم نور خلک هڅوي تر څو افغانۍ په خپلو معاملاتو کې وکاروي.