د افغانستان بانکدارۍ او مالي انیسټیټیوت مسئول د ۲۰۱۷ کال کړنیز راپور وړاندې کړ

 

د  AIBFد مدیره پلاوي غونډه، د افغانستان بانک د لومړي مرستیال او د AIBF مدیره پلاوي مشر ښاغلي واحدالله نوشیر تر مشرۍ لاندې ترسره شوه. په غونډه کې  د AIBF مشر ښاغلي لطف الحق پسرلي د ۲۰۱۷ کال د کړنو او فعالیتونو راپور ترڅنګ د ۲۰۱۸ کال په بودیجې، پلان، د بشري سرچینو په پالیسۍ او تعلیمي نصاب اړوند معلومات ورکړل او په پایله کې یې د مدیره پلاوي ترمنځ پرې تود بحث وشو.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د راپور له آوریدو وروسته د افغانستان بانکدارۍ او مالي انیسټيټیوټ مسئول ته د یاد انیسټیټیوټ د کړنو د ګړندیوالي او همداراز د کیفیت د لوړوالي په اړه لازمې لارښونې وکړي او زیاته کړه چې د افغانستان بانک له نوموړي انېسټیټیوټ سره د هر ډول همکارۍ تابیا لري او هڅه کوي چې له اړوندو ادارو سره خبرې وکړي، څو د مالي نظام د غښتلتیا په اړه له انیسټیټوټ سره مالي مرستې وکړي او خپل مالي کارکوونکي د ځانګړو زده کړې د ترلاسه کولو لپاره یاد انېسټیټیوټ ته واستوي.

د غونډې په ترڅ کې ښاغلي لطف الحق پسرلي وویل چې تردې مهاله یې د بانکونو په ګډون د وزارتونو د مالي برخې ډیرۍ کارکوونکي په مالي او محاسبې څانګه کې روزلي چې دمګړۍ هم د ډیرو مالي ادارو کارکوونکو ښونه او روزنه دوام لري.

د یادونې وړ ده چې په غونډه کې د مدیره پلاوي د مشر او د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر سربېره د ملي بانک مشر جاوید وفا او د بانکدارۍ او مالي انیسټیټوت یا AIBF مسئول لطف الحق پسرلي ګډون کړی وو.

د افغانستان بانک د نورو اصلي موخو ترڅنګ هڅه کوي چې د یوه ټینګ، عصري او سالم مالي سیستم جوړول، د سیالیت تأمینول او د اقتصادي ودې اسانتیا او دیوه خوندي او اغیزناکه مالي سیستم جوړول لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.