د افغانستان بانک او د پیسو نړیوال صندوق پلاوو ترمنځ خبر اترې وشوې

د افغانستان بانک لوی ریئس ښاغلی خلیل صدیق په مشرئ پلاوي د پیسو نړیوال صندوق له پلاوي سره د کب میاشتې په دویمه اوونۍ په باکو ښار کې جوړې شوې ناسته کې ګډون وکړ. د دې ناستې موخه د کډې اقتصادي دریمې ناستې ارزونه وه چې د افغانستان بانک د پلاوي سر بېره د مالیه وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او په افغانستان کې د پیسو نړیوال صندوق مسئول کریستوف دینوالد او د نړیوال بانک استازو ګډون کړی وو. د کډې اقتصادي برنامې پلاوي د دریمې دورې له ارزونې سربېره د څلورمې دورې په پلانونو او موخو هم هوکړې ته ورسیدل.سربیره پر دې د اقتصادي وضعیت بدلونونه، په ځانګړي توګه د لوي اقتصاد په برخې کې لکه د اقتصاد حقیقي وده، د انفلاسیون نرخ، عمده پولي شاخصونه، د اداینو بیلانس او د هېواد اسعاري زیرمې د څیړنې لاندې ونیول شوې.د پیسو نړیوال صندوق پلاوي د عمده اقتصادي شاخصونو د ثبات د ساتلو په برخې کې د افغانستان لاسته راوړنې لکه د انفلاسیون څخه مخنیوی، د عوایدو راټولونه، په اسعاري زیرمو کې زیاتوالی او همدا ډول د اصلاحاتو له پرمختګ څخه ستاینه وکړه. د خبرو اترو په پاې کې د دواړو پلاوو مشرتابه د دغو خبرو اترو د لاسته راوړنو څخه خوښي وښوده او د افغانستان او د پیسو نړیوال صندوق د ګډې برنامې پرمختګ او د را روان مالې کال 1397 لپاره د نویو موخو پر هوکړې رسیدل یې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې یو مثبت ګام وګاڼه .