د افغانستان بانک په شمال زون کې د اداینو د سیستم روزنیز پروګرام جوړکړ

د افغانستان بانک د سوداګریزو بانکونو (ICPSS)  د  نمایندګیو تر منځ د اداینو د سیستم له لارې د  ګمرکي عوایدو د راټولولو د روزنیز پروګرامونو په  لړ کې دا پروګرام په 23/12/1396 نیټه د افغانستان بانک په شمال زون  کې په لاره واچوه.

د افغانستان بانک د شمال زون آمر ښاغلي عطا خان اورتاق د افتتاحیه خبرو تر څنګ د ورکشاپ په سر کې  دا ډول ورکشاپ جوړول مهم وباله او د برښنایی اداینو( E- Payment)  د ارزښت او د سوداګریزو بانکونو تر منځ د اداینو د سیستم له لارې د ګمرکی عوایدو راټولولو لپاره د افغانستان بانک د موخو په اړه  معلومات ورکړل.

ورپسي د بانکي عملیاتو د انتقالاتو مدیر د افغانستان د اداینو سیستم د اوسنۍ وضعیت او قانونی مبدا او د سوداګریز بانکونو ترمنځ د اداینو (ICPSS) د سیستم په اړه خبري وکړي او وویل چې  ټول سوداګر کولاې شي چې له هر سوداګریز بانک څخه د ګمرکي دیون معاملې د دولت حساب ته انتقال کړي

په پای کې د مالیې وزارت د ګمرکونو ریاست استازي د اسیکوډا د سیستم او د ګمرکونو د لوی ریاست د پلانونو او موخو په اړه ګډون والو ته معلومات وړاندې کړ.

د یادونې وړ ده چې په دې پروګرام کې د افغانستان بانک د شمال زون د کارکوونکو سر بیره د سوداګریزو بانکونو استازو، د بلخ  د سوداګری خونې استازو او خبریالان ګډون کړې ؤ.