د افغانستان بانک او کورنیو چارو وزارت ترمنځ د مالي معلوماتو د ادلون بدلون په اړه هوکړه لیک لاسلیک کړ

د ۱۳۹۷ کال د وري ۶ مه- د د افغانستان بانک او کورنیو چارو وزارت ترمنځ له پیسو وینځلو سره د مبارزې، د ترهګرۍ د مالي سرچینو د له منځه وړلو او همدا ډول د پیسو له قاچاقولو او مالي جرایمو څخه د مخنیوي په موخه د همکارۍ دوه اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک شو.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق وویل چې د دې هوکړه لیک پربنسټ اړوندې ادارې کولای شي چې له جرایمو سره مبارزه کړندۍ کړي او د پیسو وينځلو د پروسې مخه ونیسي.

ښاغلي خلیل صدیق زیاته کړه چې د دې هوکړه لیک له مخې به د تروریزم د مالي سرچینو، نشه یې توکو، پیسو وینځلو او مالي جرایمو په اړه د معلوماتو په ادلون بدلون کې آسانتیاوې رامنځته او د مالي جرایمو د پلټنې په اړه به همکاري او همغږي زیاته شي.

دغه راز د کورنیو چارو وزیر ښاغلي ویس احمد برمک هم وویل چې له تروریزم سره په مبارزه کې د معلوماتو ادلون بدلون او شریکولو پروګرام له ډیر ارزښت څخه برخمن دی، چې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د مالي سرچینو په له منځه وړلو کې  مثبتې اغیزې لري.

په پاې کې د افغانستان بانک لوی رئیس له ټولو اړوندو ارګانونو په ځانګړي توګه له کشفي، عدلي او قضایي ادارو څخه وغوښتل چې له پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د مالي سرچینو په له منځه وړلو کې یو بل ته لاسونه ورکړي او پرې نږدي چې افغانستان له دې برخې زیانمن شي.

 د یادونې وړ ده چې د دې هوکړه لیک د لاسلیک په پروګرام کې د افغانستان بانک د لوی رئیس په ګډون، د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د څیړنې مرکز، د مالي چارو د څارنې ادارې او د کورنیو چارو وزیر سربېره د کورنیو چارو وزارت د بېلا بېلو ادارو چارواکو ګډون کړی وو.