د افغانستان بانک د کارکوونکو په ګمارنه کې روڼوالي ته ارزښت ورکوي

کابل، د ۱۳۹۷ کال، د وری ۷ مه - د افغانستان بانک  د مالي خطرونو لوی آمریت د خالي پوستونو د ډکولو په موخه له ۲۰۵ تنه ګډون کوونکو څخه چې د افغانستان بانک داخلي کارمندان او باندني نوماندان ول، آزموینه واخیستله.

 د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي  واحدالله نوشیر د ګمارنې د آزموینې له پروګرام څخه د لیدنې پرمهال د ګمارنې په پروسه کې په روڼوالي ټینګار وکړ او زیاته کړه چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې د ګمارنې پروسه ډیره رڼه ترسره شي چې آن د آزموینې ګډون والو هم له دې پروسې څخه خوښي څرګنده کړه.

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی هڅه کوي چې د وړ او ځواکمن مدیریت د رامنځته کولو په موخه ضوابطو ته لومړیتوب ورکړي او د تشکیلاتي جوړښت د ښه تنظیم لپاره، استعداد لرونکي او په لوړو زده کړو سمبال کسان په دندو  وګماري.

د یادونې وړه ده، د دې آزموینې اعلان د افغانستان بانک د ټولنیزو شبکو او رسمي سایټ له لارې ۱۵ ورځې مخکې ترسره شوی ؤ چې اوسمهال یې تحریرې آزموینه واخیستل شوه او په هغه صورت کې چې دا کسان په دې آزموینه کې بریالي شي بیا دویم ځل د مرکې لپاره راغوښتل کیږي.