د افغانستان بانک د مشکوکو مالي معاملاتو د راپور ورکونې په ښه والي ټینګار کوي

کابل، د ۱۳۹۷ کال د وری په ۱۴ مه- د افغانستان بانک د مالي معاملاتو او راپورونو د څېړنې مرکز لوی آمریت د راپورونو راټولولو لپاره د هېواد د بیمو شرکتونو لپاره د عامه پوهاوي پروګرام په لاره واچاوه.

ددې پروګرام موخه د قانوني تعذیراتو، نشه یې توکو، پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د معاملاتو په اړه د راپور ورکولو د پروسې کړندیتوب او معلوماتو راټولول دي. د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې د بیمې شرکتونه اړ دي چې د مشکوکو مالي معاملاتو په اړه د افغانستان بانک د مالي معاملاتو او راپورونو د څیړنې مرکز ته راپور ورکړي.

د افغانستان د مالي معاملاتو او راپورونو د څیړنې مرکز لوی آمر ښاغلي نثار احمد یوسفزي د ښوونیز پروګرام په ترڅ کې وویل چې هڅه کوي څو د مشکوکو مالي معاملاتو د راپور ورکونې په برخه کې ښه والي رامنځته شي او له همدې لارې د افغانستان مالي سیستم له ستونزو او ننګونو خلاص او په هېواد کې د یوه عصري ما لي سیستم لپاره لار هواره شي.

دغه راز د مالیې وزارت د بیمې ریاست مشر ښاغلي موسی کاموي هم د دې شرکتونو له ښې همغږۍ څخه ډاډ ورکړ او زیاته کړه چې دغه همکاري او همغږي به نوره هم غښتلې او پیاوړې شي.

د افغانستان بانک د مالي معاملو او راپورونو د څېړنې مرکز د قانون له مخې ژمن دی چې په مالي معاملاتو کې د هغو اشخاصو د ناسمې ګټې اخیستنې څخه مخینوی وکړي چې غواړي له نا مشروع لارې تورې پیسې سپينې کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه ښوونیز پروګرام د افغانستان بانک د مالي معاملاتو د راپورونو د څیړنې مرکز په تخنیکي همکارۍ د مالیې وزارت د بیمې ادارې په ودانۍ کې د دې ریاست د کارکوونکو په شمول د هېواد د بیمې بېلا بېلو شرکتونو استازو لپاره جوړ شوی وو.