د افغانستان او آسترالیا هېوادونو د مالي معاملاتو او راپورونو د څیړنې د مرکزونو ترمنځ د معلوماتو د ادلون بدلون په اړه هوکړه لیک لاسلیک شو

د ۱۳۹۷ کال د وري ۱۵ مه- د د افغانستان بانک او د آسترالیا هېواد د مالي معاملاتو او راپورونو د څیړنې مرکزونو ترمنځ د مالي مشکوکو معلاملاتو په اړه د راپور ورکونې او د معلوماتو د شریکولو په موخه د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر په شتون کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو. د دې هوکړه لیک د لاسلیک موخه دوه اړخیزه همکاري، د معلوماتو ادلون بدلون، له مالي جرایمو سره مبارزه او د پیسو وينځلو د پروسې څخه مخنیوی دی.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر هم د آسترالیا هېواد د مالي معاملاتو او راپورونو د څیړنې مرکز له همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته کړه چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې په هېواد کې د پیسو وینځلو سره په کلکه مبارزه او دیوه پرمختللي او له خطر پرته مالي سیستم لپاره لارې چارې هوارې کړي.

مخکې تردې د افغانستان بانک د مالي معلاملاتو او راپورونو د څیړنې مرکز له یو شمیر نورو هېوادونو سره د معلوماتو د شریکولو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي، چې اوس یې د آسترالیا هېواد له نوموړي مرکز سره هم هوکړه لیک لاسلیک کړ. دواړو لورو له مالي جرایمو سره په کډې مبارزې ټینګار وکړ او د آسترالیا هېواد د مالي معاملاتو او راپورونو د څیړنې مرکز استازو ژمنه وکړه چې دغه مرکز د افغانستان له مالي او اقتصادي ادارو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د مالي معلاملاتو او راپورونو د څیړنې مرکز په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې جوړ شوی او مهمه موخه یې د هغو مالي معلاملاتو څخه مخنیوی دی، چې له نامشروع لارې ترسره کېږي او د ترهګرۍ د تمویل او ملاتړ په برخه کې ترې کار اخیستل کېږي.