د افغانستان بانک، د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه وکړه

 کابل، ۱۳۹۷کال، د وری ۱۹ مه - د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د دولتي او خصوصي سوداګریزو بانکونو له استازو سره خبرې اترې وکړې او د مالي سیستم د پرمختګ لپاره په مالي معاملاتو کې په روڼوالي ټینګار وکړ.

د دې غونډې په ترڅ کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د سوداګریزو بانکونو استازو ته د اړینو لارښوونو ترڅنګ وویل چې هر څومره چې په مالي معاملاتو کې روڼوالی په پام کې ونیول شي په هماغه اندازه د مالي نظام پرمختګ لپاره لاره هواریږي.

ښاغلي نوشیر زیاته کړه چې ټول بانکونه باید د مالی قوانینو له معیارونو سره سم د مالي معاملاتو په ځانګړي توګه بهر ته د لیږدونکو پیسو په اړه بشپړ معلومات او راپورونه له د افغانستان بانک سره شریک کړي.