د افغانستان بانک، د افغانۍ پیسو د کارونې په اړه سروې ترسره کړې ده

د ۱۳۹۷ کال، د وری ۲۰ مه - د افغانستان بانک د پولي سیاست کارکوونکو د نورو څیړنو او پلټنو ترڅنګ د افغانۍ د کارونې او د ترویج د اغیزو په اړه سروې ترسره کړې ده او د دې سروې پایلې یې د افغانستان بانک له مشرتابه پلاوي سره شریکې کړې.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د غونډې په ترڅ کې د پولي سیاست د آمریت څیړنې له برخې څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د کره شمیرو راټولول، په بېلابېلو برخو کې د سروې ګانو ترسره کول او د هېوادوالو سربېره نړیوالو سره د کره او دقیقو اعدادو او ارقامو شریکول د افغانستان د اقتصادي سکتور ځواکمنتیا او پیاوړتیا لامل کیږي.

ښاغلي خلیل صدیق زیاته کړه چې د افغانستان بانک باید په ډيرو برخو کې سروې، او څیړنې ترسره کړي او باید هڅه وشي چې دقیق او حقیقي ارقام له هېوادوالو سره شریک شي، ترڅو د افغانستان بانک هم د احصائیې ملي ادارې ترڅنګ په مالي برخه کې د کره شمېرو او احصائیو خپرونکی وي.

د افغانستان بانک د پولي سیاست د لوی آمریت مهمه دنده د کورنیو بیو او د ملي پیسو د ارزښت د ساتلو په موخه د هېواد د پولي او اسعاري سیاست د طرحو تر لاس لاندې نیول او اجراء کول او د افغانۍ د کارونې په اړه د بېلابېلو پالیسو جوړول دي.

د افغانستان بانک له خوا سروې د هېواد په څلورو ننګرهار، کندهار، هرات او ګردیز زونونو کې ترسره شوې او له دې سروې څخه ښکاري چې د بهرنیو اسعارو د کارولو اصلي ستونزه د واراداتو زیاتوالی، نا امني او د زده کړو ټیټوالی دی چې په دې اړه باید کوټلي ګامونه پورته شي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق سربېره د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر، د پولي سیاست آمریت ګڼ شمیر کارکوونکو او د ځینو نورو شعباتو مدیرانو ګډون کړی وو.