د افغانستان بانک، لومړني اسلامي بانک ته جواز ورکړ

د ۱۳۹۷ کال، د وری ۲۵ مه - د افغانستان بانک د یوې غونډې په ترڅ کې د پولي خدمتونو د پراختیا، د بانکدارۍ د ودې او د مالي سیستم د پیاوړتیا په موخه «د افغانستان اسلامی بانک»  ترنامه لاندې یوه بانک ته د کار د پیل جواز ورکړ.

د غونډې په ترڅ کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر ووېل چې د پولي خدمتونو د پراختیا او خلکو ته په  مالي راکړو او ورکړو کې د آسانتیا د رامنځته کولو په موخه ژمن دي چې اسلامي بانکدارۍ ته هم پراختیا ورکړي.

ښاغلي نوشیر زیاته کړه چې د نړۍ په ډېریو هېوادونو کې اسلامي بانکدارۍ وده کړې ده او اوس په افغانستان کې هم د اسلامي بانکدارۍ د کړنو لپاره ځانګړی بانک رامنځته شو چې د اسلامي قوانینو تر سیوري لاندې به خپلو چارو ته دوام ورکړي.

دغه راز د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي هم ووېل چې د اسلامي بانکدارۍ سیستم په اسلامي اصولو او ریښو باندې ولاړ دی او په افغانستان کې به مثبت بدلونونه رامنځ ته کړي، ځکه ډیرۍ خلک به د اسلامي ګټې د ترلاسه کولو په موخه له اسلامي بانک سره خپلې پیسې وساتي.

په دې پروګرام کې د افغانستان بانک د دوو مرستیالانو سربېره د افغانستان بانک د بېلا بېلو شعباتو آمرینو او مرستیالانو او د افغانستان د اسلامي بانک مشریز پلاوي ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده چې اسلامي بانکداري هم د نړۍ د مروجې بانكدارۍ موخې تعقیبوي، یعنی د خلکو څخه د خورو ورو پیسو راټولول او د ګټې لپاره د پیسو په کار اچول دي،  خو په دې توپېر  سره چې د یوې مالي معاملې څخه لاس ته راغلې ګټې او زیان ویشل د اسلامي فقهي اصولو پربنسټ ولاړ دي چې د سود ورکولو څخه ډډه کیږي. په تېرو کلونو کې یو شمېر بانکونو د اسلامي بانکدارۍ څانګې فعالې کړې دي، خو اوسمهال د اسلامي بانکدارۍ ځانګړي بانک د کار د پيل جواز ترلاسه کړ چې د بانکدارۍ په ډګر کې به یو مثبت ګام وي.