د افغانستان بانک د ټولو ناظر ادارې د خالي بستونو لپاره تحریري آزموینه واخیستل شوه

کابل، د ۱۳۹۷ کال، د وری ۲۶ مه -  د افغانستان بانک  د ټولو ناظر ادارې د خالي بستونو د ډکولو په موخه له ۹۸ کسانو څخه چې د افغانستان بانک داخلي او باندني نوماندان ول، په ډیره رڼه او شفافه توګه، آزموینه واخیستله.

 د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي وویل چې د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی هڅه کوي په ټولنه کې با استعداده، وړ او په لوړو زده کړو سمبال وګړي ومومي او د کارونو د پرمختګ په موخه یې د یوې رڼې، عادلانه او پاکې پروسې له لارې په د افغانستان بانک کې په دندو وګماري.

ښاغلي رحیمي په ګمارنه کې په شفافیت ټینګار وکړ او زیاته کړه چې د افغانستان بانک له موخو څخه یوه هم ضوابطو ته لومړیتوب ورکول او د ځواکمن مدیریت د جوړښت د ښه تنظیم لپاره د استعداد لرونکو کسانو ګمارل دي، ترڅو اقتصادي او مالي پرمختګ ته لاره هواره شي.

دغه راز د ټولو ناظر ادارې د آزموینو پروسې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان بانک  د آزموینې پروسه کې هیڅوک او هیڅ یو مرجع دخالت نشي کولای او د هر ډول لاس وهنو څخه پاکه ده.