د افغانستان بانک خبرتیا!

د افغانستان بانک ټولو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د بانک په خزانه کې په کافي اندازه مسکوکات شتون لري او ګران هېوادوال کولای شي د اړتیا په صورت کې د ۱، ۲ او ۵ افغانۍ فلزي سکو لپاره په مرکز او ولایتونو کې د افغانستان بانک تر ټولو نږدې نمایندګیو ته ورشي او فلزي مسکوکات د ورته مبلغ په بدل کې له کمېشن پرته ترلاسه کړي.

افغانۍ زمونږ د هویت، ویاړ او د ملي ځواک نښه ده.