په ننګرهار کې 245 میلیونه زاړه افغاني بانکنوټونه وسوځول شول

د افغانستان بانک د قانون د 39 او 43 مادو او د افغانستان بانک د ښاغلي ریاست د 1596 حکم پر بڼست او د موجوده کړنلارې په پام کې نیولو سره د 1397 د وری په 29 نیټه په ختیځ زون کې زاړه بانکنوټونه راټول او د زاړه بانکنوټونو د سوځولو ځانګړي پلاوي تر نظر لاندې وسوځیدل.

د یادونې وړده چې د زاړه بانکنوټونو د سوځولو د ځانګړي پلاوي په جورښت کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمی او د ولسي جرګې او مشرانو جرګې استازو، د مالیې وزارت د ادأینې رئیس، د عدلیې وزارت استازی د افغانستان بانک د ټولو ناظر او د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو عمومي آمر ګډون  لري.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د زاړه بانکنوټونو سوځول یو عادې بهیر وباله او زیاته یې کړه چې هر کال د هېواد په کچه د افغانستان بانک د استازندویه ادارو له خوا زاړه او مندرس بانکنوټونه راټول او د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې په ټاکلي ځایونو کې سوځول کېږي.

ښاغلي رحیمي وویل چې د زاړه بانکنوټونو شمېرل د ټاکل شوي پلاوي د کره شمیرنې او دقیقه څارنې وروسته وسوځول شول.

د سوځول شویو بېلا بېلو زاړه بانکنوټونو کچه د 245،027،100 افغانۍ ښودل شوې ده.

د زاړه بانکنوټونو د سوځول بهیر د ځینو کورنیو دولتي او خصوصي رسنیو له خوا تر پوښښ لاندې ونیول شو او د ژورنالیستانو پوښتنو ته د مسئولو چارواکو له خوا ځواب وویل شو.

د دي سفر په ځنډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال د افغانستان بانک د ننګرهار  نمایندګۍ د بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د افغانستان بانک د ننګرهار د نمایندګۍ د ودانۍ د تخریب شویو ساحو د بیارغونې په اړه یي مسئولو چارواکو ته لازمې لارښونې وکړې.