د افغانستان بانک د یوې غونډې په ترڅ کې د خپلو متقاعدینو کړنې وستایلې

کابل، د ۱۳۹۷ کال د غویي ۴ مه – د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو ۷ تنه کارمندان د کاري دورې د بشپړیدو پراساس په روان هجري لمریز کال کې تقاعد شوي دي.

 د افغانستان بانک د مشریز پلاوي له دستور سره سم د بشري سرچینو لوی آمریت د یوې غوندې په جوړولو سره د دوی تېرې کړنې وستایلې او د ښو خدمتونو د ترسره کولو په موخه یې، ستاینلیکونه ورکړل.

د دې غونډې موخه د افغانستان بانک د متقاعدینو درناوی وه چې په پیل کې د بشري سرچینو د آمریت لوی آمر ښاغلي بشرمل پسرلي متقاعدینو ته د ښه راغلاست په ویلو سره زیاته کړه چې وړاندې تر دې د افغانستان بانک متقاعدینو د خپلو حقونو اخېستلو په برخه کې ګڼې ستونزې درلودې، چې اوس  مهال د افغانستان بانک د مشریز پلاوي په هڅو سره دغه ستونزې تر ډیره بریده حل شوي او د رسمي چارو په بشپړیدو سره د تقاعد حقوق د دوی بانکي حساب ته لیږدول کېږي.

ښاغلي بشرمل پسرلي همدا ډول وویل چې متقاعدین د ټولنې  تجربه لرونکي مشران او د ټولنې هغه قشر دی چې خپل ګران عمر یې د  وطن په خدمت کې تیر کړی دی او د دوی د خدمتونو په موخه باید د دوی درناوی وشي.

د افغانستان بانک د مالي آمریت لوی آمر سید یونس سادات هم له متقاعدینو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د افغانستان بانک متقاعدین اصلي خدمت کاران دي چې په هر ډول سختو شرایطو کې یې د افغانستان بانک لمن نه ده پریښې او د بانکي او مالي چارو د پرمختګ په موخه یې خپلو دندو ته دوام ورکړی دی.

دیادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د تقاعد شویو کارمندانو د درناوي په غونډه کې د بېلا بېلو آمرینو په ګډون د یو شمېرو آمریتونو مرستیالانو او ځینو مامورینو هم ګډون کړی وو.