د افغانستان بانک لوی رئیس د پیسو د نړیوال صندوق په پسرلنۍ غونډه کې ګډون وکړ

۱۳۹۷ د غویي میاشت- د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق او لومړي مرسیتال ښاغلي واحد الله نوشیر د پیسو د نړیوال صندوق او د نړیوال بانک د عالي اجرائیوي بورډ په پسرلنۍ غونډو کې ګډون وکړ.

د پیسو د نړیوال صندوق پسرلنۍ غونډې د اپریل د میاشتې په نیمایي کې د امریکا د متحده ایالاتو د واشنګټن په ښار کې د مرکزي بانکونو د رئیسانو او د پیسو د نړیوال صندوق د غړو هېوادونو د مالي او بانکي چارواکو په ګډون جوړې شوې وې. په دې غونډو کې د نړۍ د اقتصاد وروستۍ وضعیت، راتلونکي ننګونې او لید لوري او د پرمختللو، د غوړیدا په حال، پرمختګ په حال کې او د لږ پرمختګ لرونکو هېوادونو پولي او مالي سیاستونو تر بحث لاندې ونیول شو.

د دې غونډو په څنډه کې د افغانستان بانک لوی رئیس د پیسو د نړیوال صندوق له مرستیال، د نړیوال بانک مرستیال، د منځنی آسیا، مرکزي آسیا او د افغانستان په چارو کې د پیسو د نړیوال صندوق له چارواکو او د امریکا د متحده ایالاتو د خزاندارۍ د وزارت چارواکو، د هندوستان د مرکزي بانک او د څو نړیوالو مهمو بانکونو له رئیسانو سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې لیدنې وکړې او د اړتیا وړ موضوګانو او د همکاریو د ټینګښت او پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړې.