د افغانستان بانک، شریعه بورډ د اسلامي بانکدارۍ په مقرراتو او پالیسیو بحث وکړ

د ۱۳۹۷ کال د غویي  ۹ مه - د افغانستان بانک شریعه بورډ د ۲۰۱۸ زیږدیز کال دویمه غونډه د ډاکټر مصطفی نیازي تر مشرۍ لاندې جوړه شوه. د غونډې په پیل کې د مالي چارو د څارنې لوی آمریت د اسلامي بانکدارۍ د برخې مرستیال ګډون والو ته د غونډې په موضوع او اجنډا رڼا واچوله او د بورډ له غړیو سره یې د غونډې په اړه لازم معلومات شریک کړل.

په دې غونډه کې د اسلامي بانکدارۍ په طرزالعملونو، سوداګریزو بانکونو په پالیسیو او د افغانستان بانک په مقرراتو خبرې اترې وشوې او د شریعه بورډ غړو په موضوعاتو د بحث ترڅنګ، په ځینو طرزالعملونو او مقرراتو کې د بدلونونو راوستلو او اصلاح په اړه لازمې پریکړې وکړې.

د افغانستان بانک هڅه کوي چې د اسلامي بانکدارۍ د پیاوړتیا او غښتلتیا په موخه بېلابېل طرزالعملونه رامنځته کړي چې د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا او پرمختګ لامل وګرځي.

د یادونې وړ ده چې د شریعه بورډ غونډه کې ډاکټر مصطفی نیازي، سید خالدعزیز او پروفیسور محمد اکرم لعل الدین د غړیو په توګه او په څنګ کې د مالي چارو د څارنې لوی آمریت د اسلامي بانکدارۍ د برخې مرستیال عبدالله لودین او ډاکټر جهانتاب ولیزار د همکارانو په توګه ګډون کړی وو.