د افغانستان بانک دویم مرستیال د ترکمنستان له قونسل سره وکتل

د ۱۳۹۷ کال د غویي ۱۲ مه – د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکمنستان هېواد د سفارت له استازي سره وکتل.

د دې خبرو اصلي موخه د ترکمنستان هېواد او افغانستان بانک ترمنځ د اقتصادی چارو پراختیا، د (ATS) سیستم د تکمیل په اړه همکاري او د بانکدارۍ په سیستم بحث او ژمنې وې چې د اړتیا پرمهال به ترسره شي.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي او ترکمنستاني چارواکو ترمنځ د بانکي اړیکو په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وشوې او دواړو لورو ټینګار وکړ چې د بانکدارۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د ترکمنستان هېواد قونسل ښاغلي رسلان تکیوف د خپلو خبرو په ترڅ کی زیاته کړه چې د راتګ موخه د افغانستان بانک او ترکمنستان د اقتصادي او بانکداري چارو پراختیا، د اړیکو ټینګښت او د دې لارې د خنډونو لمنځه وړل دي. ترکمنستان چمتو دی چې د افغانستان بانک څخه تلونکي پلاوي سره چې د (ATS)  سیستم د بشپړیدو په موخه د دغه هېواد له لارې آذربایجان ته ځي، تخنیکي همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د ترکمنستاني چارواکو سر بېره د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو لوی آمر هم ګډون درلود.

د (ATS) سیستم کار د مخابراتي شرکتونو وصل دی چې مالي راکړو او ورکړو لپاره به هم آسانتیاوې رامنځته کړي.