پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
په د افغانستان بانک کې رسنیو استازو ته ښوونیز ورکشاپ جوړ شو
کابل، د ۱۳۹۷ کال د غویي ۱۶ مه – د افغانستان بانک له پلوه د رسنیو استازو سره د معلوماتو شریکولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي دود د پياوړتیا په موخه "د افغانستان بانک د موخو، دندو او پالیسیو د پيژندنې ورکشاپ" تر نامه لاندې ښوونیز ورکشاپ جوړ شو.
د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر ورکشاپ ته په پرانیستې وینا کې په کابل، خوست او کندهار ولایتونو کې د خبریالانو د شهادت رسیدو په اړه ټولو خبریالانو ته تسلیت وړاندې کړ او ټپیانو ته یې د الله پاک له دربار څخه د روغتیا هیله وکړه.
ښاغلي واحدالله نوشیر د خبرو په ترڅ کې وویل چې د بیان آزادي د هر وګړي څرګند او بنسټیز حق دی او دا حق هغه وقت تأمینیدلی شي چې خلک اطلاعاتو ته لاسرسی ولري، ترڅو د ښې ادارې کولو بهیر د روڼتیا او حساب ورکولو پر بنسټ مخته لاړ شي.
ښاغلي نوشیر وویل "مونږ اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون په پلي کیدو کې هوډمن یو اوله رسنیو څخه هم مننه کوو چې اقتصادي او بانکداري پرمختګونو په اړه معلومات خلکو ته رسوي او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ فرهنګ د دودولو په برخه کې بې پرې هلی ځلې کوي."
ښاغلي نوشیر زیاته کړه چې د ژورنالېزم یو عمده هدف د ټولنې وګړو ته د رښتينو معلوماتو وړاندې کول دي، چې مونږ له رسنیو سره خوښ یو چې تل یې په هر ډول سختو شرایطو کې اقتصادي او بانکداري پرمختګونه خلکو ته رسولي او خلک یې لېواله کړي چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره خپلې هڅې جارې وساتي.»
د ښاغلي واحدالله نوشیر له وینا وروسته د افغانستان بانک پینځه دیپارتمنتونو ( د پولي سیاست لوی آمریت، د مالي چارو د څارنې لوی آمریت، د بازار عملیات لوی آمریت، د مالي معاملاتو او راپورونو د څیړنې مرکز او د افغان امانتونو د بیمې ادارې د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه پرله پسې رڼا واچواله او د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو ته د افغانستان بانک له خوا تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.
د ښوونیز ورکشاپ په پای کې د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي له خوا د ورکشاپ ګډون والو پوښتنو ته په ورین تندي ځوابونه ورکړل شول.