د افغانستان بانک د مالي برخې کارمندانو لپاره د ( ACCA) ښوونیز پروګرام دایر شو

کابل، ۱۳۹۷ کال د غویي ۱۷ مه – د افغانستان بانک له خوا د مالي او محاسبې برخې کارمندانو ته د تخنیکي مالي او محاسبوي ظرفیت لوړولو لپاره د ( ACCA) ښوونیز پروګرام دایر شو.

د افغانستان بانک د بشري سرچینو لوی آمرښاغلي بشرمل پسرلي وویل چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې د کارمندانو د وړتیا د لوړولو لپاره بېلابېل ښوونیز کورسونه په لاره واچوي او کارمندان په تخنیکي برخو کې تر زده کړې لاندې ونیسي.

په دې ښوونیز اوږدمهاله تخصصی پروګرام کې د ( ACCA) پروګرام ۱۴ چپټرونه تدریس کېږي چې اوسمهال یې درېیم چپټر د مالي او محاسبې ادارې ۲۹ کارمندانو ته یې تدریس پيل شو.

دغه راز د افغانستان بانک د مالي او محاسبې لوی آمر ښاغلي سید یونس سادات د دې آمریت له کارمندانو څخه غوښتنه وکړه چې له دې فرصت څخه  په ښه توګه ګټه پورته کړي او د پخوا په پرتله په راتلونکې کې چارې نورې هم پرمختللې شي.

د یادونې وړ ده چې د ( ACCA) ښوونیز پروګرام د نړیوال بانک په مالي مرسته او د افغانستان بانکدارۍ او مالي انیسټیټوت(AIBF)  په تخنیکي همکارۍ په لاره اچول شوی دی. د افغانستان بانک ژمن دی چې د بېلا بېلو ښوونیزو کورسونو په لاره اچولو سره د کارکوونکو د وړتیا لوړولو، په لوړو زده کړو سمبالتیا او د یوه وړ او ځواکمن مدیریت رامنځته کولو په موخه له بېلابېلو لارو چارو څخه ګټه واخلي.