د افغانستان بانک د خپل دوه تنو کارکوونکو د شهادت رسیدلو د فاتحی مراسم ترسره کړل

کابل، ۱۳۹۷ کال د غویي ۱۹ مه – د افغانستان بانک مشریز پلاوي، د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې د بانک دوه تنه کارمندان چې د تېرې پنج شنبې په ورځ د طورخم بندر څخه ننګرهار ښار ته په لاره کې د نامعلومو وسله والو له خوا په شهادت ورسیدل، فاتحه واخیستله.

د افغانستان بانک مشریز پلاوي دغمشریکۍ او ډاډ ګیرنې په موخه د افغانستان بانک له کارمندانو سره یوځای د ننګرهار ولایت د وروستۍ پېښې د قربانیانو په ځانګړي توګه د هغو دوو تنو شهیدانو روحونو ته یې دُعا وکړه او د دوې په شهادت رسیدل یې د افغانستان بانک لپاره یوه لویه ضایعه وبلله.

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي او کارمندانو د الله (ج) له دربار څخه شهیدانو ته د جنت او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په دې پېښه کې د افغانستان بانک د طورخم نماینده ګۍ عمومي مدیر مرحوم میرزمان نریوال چې له ۱۳ کلونو راهیسې او  بل تن د همدې نماینده ګۍ د خزانې مدیر مرحوم نعمت الله ناصري وو چې له شپږو کلونو راهیسې په د افغانستان بانک کې په ډیر صداقت او ریښتنوالۍ سره دنده ترسره کړې وه، د شهادت مقامونوته ورسیدل.