پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د افغانستان بانک په شمال زون کې زاړه بانکنوټونه وسوځول شو
1397 د غویي میاشت:- د افغانستان بانک په شمال زون کې د زړو بانکنوټونو د سوځولو بهیر تر سره شو.
د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي په مشرۍ د مشرانو جرګې، ولسي جرګې، مالیې وزارت او د عدلیې وزارت د استازو، د بانکي عملیات د لوی آمر او د افغانستان بانک د ټولو ناظر په ګدون یو پلاوي د زړو بانکنوټونو د سوځولو بلخ ولایت ته سفر وکړه .
ګمارل شوي پلاوې په لومړی کاري ورځ کې د بلخ له والي ښاغلي محمد اسحاق رهګذر سره وکتل او د افغانۍ بانکنوټونو د ساتلو او دودولو ترڅنګ یې د افغانۍ د ساتلو په فرهنګ لپاره خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې، لومړی د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي بلخ ولایت ته د خپل سفر د موخې په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک د قانون د 39 مادې پر بڼست، زاړه او نامناسبه بانکنوټونه چې د راکړې او ورکړې پر مهال ستونزې را پیدا کوي له ګردښت څخه بهر کیږي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې دا بهیر هر کال په مرکز او د افغانستان بانک په څلورو زونونو کې په دقیقه توګه او بشپړې د روڼتیا په پام کې نیولو سره تر سره کیږي. د زاړه بانکنوټونو د راټولو موخه، په کوچنیو او لویو سوداګریزو معاملو کې هېوادوالو ته د آسانتیاوې برابرول دي څو زمونږ سوداګر او خلک د معاملو په ترڅ کې له ستونزو سره مخ نه شي.
ورپسي د بلخ والي ښاغلي محمد اسحاق رهګذر د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې له نیکه مرغه په بلخ ولایت کې تولې ورځنۍ معاملې او راکړی او ورکړې په افغانۍ تر سره کیږي، خو له هېوادوالو په ځانګړې توګه د بلخ ولایت له اوسیدونکو څخه مې غوشتنه داده څو د راکړې او ورګړې پر مهال د افغانۍ په ساتنه کې جدې پاملرنه وکړي، ځکه چې افغانۍ زمونږ ملي هویت دی او د افغانۍ ساتنه زمونږ د غوره فرهنګ ښکارندوي کوي.
ښاغلي رهګذر د ولایت لومړی مرستیال، د بلخ د ولایتي شورا رئیس، د عدلیې رئیس، د ملي امنیت د اوپراتیفي ریاست مرستیال او د ولایت مستوفي ته دنده ورکړه چې د ګمارل شوي پلاوي تر څنګ د زړو بانکنوټونو د سوځولو له بهیر څخه څارنه وکړي.
د سوځولو بهیر چې د 1397 کال د غویي په 16، 17 او 18 نیټه د افغانستان بانک د پلاوي او د بلخ ولایت د ګمارل شوي پلاوي تر څار لاندې تر سره شو، د زړو بانکنوټونوکچه 3390700000 افغانۍ ته رسیده چې پکې 1، 2، 5، 10، 20، 50، 100، 500 او د 1000 افغانۍ انواعیې شاملې وی. د خصوصي او دولتي رسنیو د استازو په وړاندې کې وسوځول شوې.
د سوځولو د بهیر په پاي کې د بلخ ولایت مرستیال د زړه بانکنوټونو د سوځولو د بهیر د روټتیا او د افغانستان بانک د کارکوونکو ستاینه وکړه.