د افغانستان بانک دویم مرستیال د شمال زون له آمریت څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د هغه سفر په ترڅ کې چې د زاړو بانکنوټونو د سوځولو لپاره مزار شریف ته  تللی ؤ، د شمال زون د آمر په ملګرتیا سره د شمال زون له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه. په هغه ناسته کې چې د افغانستان بانک دویم مرستیال د شمال زون نمایندګۍ له کارکوونکو سره درلود، وویل چې  مسلکي  زده کړې، په ورځنیو چارو کې رښتینوالۍ او په پولي مسایلو کې جدیت  د افغانستان بانک د کارکوونکو له ځانګړتیاوو څخه دي چې دا اصل د افغانستان بانک د عامل پلاوي لخوا په پام کې نیول کیږي. له همدې کبله د افغانستان بانک تل د کارکوونکو له هڅو او زیارکښۍ څخه ستاینه کړی ده، ځکه چې د یوی دله ییزې سالمې ادارې د ښه والي لپاره د مجازاتو او مکافاتو اصل ته اړتیا ده  تر څو د ښه کار د دودیدو لپاره زمینه برابره شي.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي رحیمي  زیاته کړه چې د افغانستان بانک د خپل کارکوونکو د زده کړې کچې د لوړو  په موخه د هېواد د معتبرو پوهنتونونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي څو د بانک کارکوونکي وکړای شي، چې د بانک په لګښت، د لیسانس او ماستری په کچه خپلې زده کړې بشپړی کړی.

ښاغلي رحیمي وویل چې د کارکوونکو لپاره صحي بیمه، د هېواد نه بهر د زده کړې په دوره کې مناسبه معاش، د ګمارنې په بهیر کې آزاده سیالي، د نورو هغو ګتو په ډله کې راځي چې د افغانستان بانک د خپلو کارکوونکو لپاره وړاندې کړي ده.

د دې لیدنې په پاي کې، کارکوونکو د خپلو اړتیاوو په اړه وړاندیزونه درلودل چې د افغانستان بانک د دویم مرستیال لخوا ورته ځواب ورکړل شو او د چارو د ښه والي لپاره اړندو برخو ته اړینه لارښوونه وشو.