د افغانستان بانک د فوټبال لوبډلې د دولسو دولتي ادارو لوبډلو په منځ کې د دویم مقام خپل کړ

د دولتي ادارو د فوټبال لیګ په سیالیو کې چې د دولسو بېلا بېلو دولتي  لوبډلو ترمنځ په لاره اچول شوی وو، د افغانستان بانک د فوټبال لوبډلې د څلورو بریاوو، یو مساوي او یو بایللو سره د دویم مقام خپل کړ.

دغه دوستانه سیالۍ د هر لمریز کال په پیل کې د دولتي ادارو په منځ او د فوټبال فدراسیون تر نظر لاندې په غازي لوبغایي کې په لاره اچول کیږي.

 د دې سیالیو په  وروستي ورځ کې چې د کابل فدراسیون په شين میدان کې په لاره اچول شوی وو، د افغانستان بانک لوبډلې د مالیې وزارت لوبډلې په وړاندې میدان ته ولاړ. د افغانستان بانک لوبډلې په لومړي نیمایي کې د  سیال په ګول باندې ښې حملې  وکړې، خو ونتوانید چې ګول ووهي. خو د سیالۍ په دویمه نیمایي کې د افغانستان بانک د لوبډلې لوبغاړي وتوانید چې یوګول ووهي چې ورپسي چانس د مالیې وزارت لوبډلې په برخه شو او د درې پر له پسې ګولونو سره د افغانستان بانک د فوټبال لوبډلې دروازه خلاصه کړه او لوبه د 1-3 ګولونو سره  د مالیې وزارت په بریا پاي ته ورسیده.

د دې سیالیو موخه د کارکوونکو د سلامتیا او روغتیا سر بیره، د دوستانه اړیکو ټینګول او په دولتي ادارو کې د همکاری روحیې دودل  بیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د دې سیالیو په پای کې جایزې، مډالونه او ستاینلیکونه چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون لخوا چمتو شوي وو، د لومړي او دویم مقام  لوبډلو ته وویشل شو.

 په دي سیالیو کې د ورزش د مینه والو سربیره، د مشرانو جرګې، ولسي جرګې، د فوټبال فدراسیون استازو، د ملي المپیک کمیتې او د مالیې وزارت استازو، د اداینې ریاست او د ملي او خصوصي رسنیو استازو هم ګډون کړی وو او لوبغاړي یي  وهڅول.