پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د افغانستان بانک او سویلي آسیا هېوادونو د مرکزي بانکونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د افغانستان بانک له خوا د سویلي آسیا هېوادونو د مرکزي بانکونو د همغږۍ د اوه ویشتمې(27) غونډې کوربتوب د روان زیږدیز کال د مې د میاشتې په 12 نېټه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې په بریالیتوب پای ته ورسیده .
د غونډې په ترڅ کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر له ټولو ګډون والو د راتګ مننه وکړه او زیاته کړه چې د سویلي آسیا هېوادونه ډیر شتمن دي،د نړۍ په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري ،د نړۍ اقتصاد ته یې ډير بشري ځواک وړاندې کړی دی.
ښاغلي نوشیر دغه راز وویل چې د سویلي آسیا هېوادونه له اقتصادي پلوه له یو بل سره نږدې، خو په سیاسي لحاظ له یو بل سره واټن لري او هیله یې څرګنده کړه چې باید په سیاسي او اقتصادي لحاظ سره نږدې شي. په غونډه کې د یادو هېوادونو ترمنځ د مالي وړتیا لوړونې، مالي شمولیت، د سوداګریز بانکونو څار، د مالي راکړو او ورکړو آسانه کول، اقتصادي څیړنې، راتلونکې غونډه چې د جون په میاشت د نیپال هېواد کې د مرکزي بانکونو د رئیسانو ترمنځ ترسره کېږي په اجنډا او یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث ترسره شو.
د ګډونوالو هېوادونو استازو د افغانستان بانک چارواکو څخه د مننې ترڅنګ یاده غونډه بریالۍ وګڼله او هېله یې څرګنده کړه چې په همدې شان راتلونکې بله غونډه دې په کابل کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر، د افغانستان بانک د پولي سیاست د عمومي آمریت آمر او د سارک همغږي کوونکي ښاغلي سید اسحاق علوي، د افغانستان بانک د پولي سیاست د عمومي آمریت مرستیال او د سارک دویم همغږي کوونکي ښاغلي نایب خان جمال او سیمه ایز اقتصادي شننونکي او همغږي کوونکي ښاغلي محمد داود نیازي ګډون درلود.