د د افغانستان بانک او سوداګرۍ او صنعت وزارت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل، د ۱۳۹۷ کال، د غبرګولي ۶ مه - د د افغانستان بانک او د سوداګرۍ او صنعت وزارت ترمنځ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ریاست له ۲۹۴۳ شمېرې د حکم سره سم د پولي خدمتونو او صرافي جوازونو د ورکړې په اړه د یوې نماینده ګۍ د جوړولو د همکارۍ دوه اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د دې هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال وویل چې د افغانستان بانک او سوداګرۍ او صنعت وزارت د دوه اړخیزې همکارۍ د لا غښتلتیا، د چارو د ښه پرمختګ، د مالي سیستم د پياوړتیا او صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه دغه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

ښاغلي نوشیرې زیاته کړه چې د افغانستان بانک تل هڅه کوي چې د مالي سیستم د پیاوړتیا او غښتلتیا لپاره لارې چارې برابرې کړي او د دې هوکړه لیک لاسلیک یې هم د دواړو لورو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه په ګوته کړه.

د دې هوکړه لیک د لاسلیک موخه هم د دواړو لورو له خوا صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته د جوازونو د ورکړې لپاره تر یوه چتر لاندې د یوې کډې نمایندګي جوړول بلل شوي دي.

دغه راز د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیالې ښاغلې کامله صدیقي هم د دې هوکړه له لاسلیک څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته کړه چې په دې سره به ټولو صرافانو او پولي خدمت وړاندې کوونکو لپاره آسانتیاوې برابرې او دا به د سوداګرۍ د پرمختګ لامل وګرځي.

د یادونې وړ ده چې د دې هوکړه لیک د لاسلیک په پروګرام کې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په ګډون، د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیالې او د افغانستان بانک او سوداګرۍ وزارت یو شمېر چارواکو ګډون کړی وو.