د افغانستان بانک د زونونو کارمندانو د وړتیا لوړونې په موخه ښوونیز پرورګرام جوړ شو

کابل، د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۳ مه – د افغانستان بانک د پولي سیاست د آمریت له لوري د افغانستان بانک د اوو زونونو د کارمندانو لپاره دوه ورځنی ښوونیز پروګرام ترسره شو.

د دې ښوونیز پروګرام موخه د کره شمیرو راټولول، په بېلابېلو برخو کې د سروې ګانو ترسره کول او د هېوادوالو سربېره نړیوالو سره د کره او دقیقو اعدادو او ارقامو شریکول په ګوته شوي دي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د دې پروګرام د تصدیق پاڼو د ویش پرمهال وویل چې د افغانستان بانک باید په ډيرو برخو کې سروې او څیړنې ترسره کړي او باید هڅه وشي چې دقیق او حقیقي ارقام له هېوادوالو سره شریک شي، ترڅو د افغانستان بانک هم د احصائیې ملي ادارې ترڅنګ په مالي برخه کې د کره شمېرو او احصائیو خپرونکی وي.

د افغانستان بانک د پولي سیاست د لوی آمریت مهمه دنده د کورنیو بیو دثبات د ساتلو په موخه د هېواد د پولي او اسعاري سیاست د طرحو تر لاس لاندې نیول او اجراء کول او د افغانۍ د کارونې په اړه د بېلابېلو پالیسو جوړول دي. د پولي سیاست آمریت غواړي چې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د افغانۍ د کارونې په موخه یوه لویه سروې ترسره کړي او په همدې موخه یې لومړی د زونونو کارمندان وروزل، څو وکولای شي په ستندرد معیارونو برابره سروې ترسره کړي.

په دې دوه ورځني ښوونیز پروګرام کې د افغانستان بانک د اوو زونونو ۱۷ تنو کارکوونکو ګډون کړی وو چې د ورکشاپ په وروستي شېبه کې د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي له خوا ورته تصدیق پاڼې ورکړل شوې.