د عامه اعتباراتو د ثبت نوی سیستم وپیژندل شو

کابل، 1397 د چنګاښ 5– د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت ادارې د دې ادارې نوی سیستم د یوه غونډې په ترڅ کې کارمندانو ته معرفی کړ.

د عامه اعتباراتو د ثبت عمومي آمر ښاغلي سید عزیز الله سادات د افغانستان د خصوصی بانکونو د استازو په شتون  کې، د نوي سیستم د پیژندنې په ترڅ کې وویل چې د عامه اعتباراتو د ثبت سیستم په افغانستان کې یو نوی سیستم دی چې بانکونو لپاره د پورونو د اجرا کولو په وخت د پیرودونکو د مخینې د  معلوماتو په ترلاسه کولو کې آسانتیاوې رامنځته کوي.

ښاغلي سادات، په بانکې چارو کې د کره شمیرو راغونډول يو اړین ګام وباله او زیاته یي کړه چې بانکونه باید د تضمین اخېستلو په وخت کې بشپړه پاملرنه  وکړي، څو په راتلونکې کې له ستونزو سره مخ نشي. د تضمین د اخېستلو په وخت کې باید نور اړین موارد لکه د قباله شمیره، د حویلۍ مساحت او د کور موقعیت په کره توګه ثبت شي او د شخص په اړه چې د خپل کور قباله تضمین کې ورکوي بشپړ معلومات تر لاسه شي، څو بانکونو لپاره د پور پر مهال آسانتیاوې موجودې وي.

ورپسي د عامه اعتباراتو د ثبت ادارې مرستیال ښاغلي عبدالناصر سهاک وویل چې د افغانستان بانک په هره برخه کې خصوصی بانکونو ته لازمي لارښوونې کړې دي او د عامه اعتباراتو د ثبت سیستم په برخه کې هم لازمه همکارۍ کوي، څو خصوصي بانکونه د افغانستان بانک له لارښوونو څخه په ګټې اخیستنې سره پور ورکونه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت اداره د سوداګریزو بانکونو سره  د پور ورکولو په برخه کې، د تضمین تر لاسه کولو او د کره شمیره په وړاندې کولو کې د نوې موډل په وړاندې کولو سره اړینه همکاري کوي.