د افغانستان بانک د مالي چارو د څارنې لوی آمریت مرستیال وپیژندل شو

کابل، د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۶ مه-  د افغانستان بانک د کارکوونکو په ګمارنه کې د  ژمنتیا د اصل او د لوړو زده کړو لرونکو، وړ، مجربه او کار پوهه کارکوونکو د ټاکلو په پام کې نیولو او دیوې رڼې پروسې په لاره اچولو سره ښاغلی سید محسن سادات چې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او د مالي چارو د څارنې په لوی آمریت کې پینځه کاله دنده ترسره کړې ده، د افغانستان بانک د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت د غیر بانکي برخې د مرستیال په توګه وټاکه او هغه یې د دې آمریت کارکوونکو ته وپیژانده.

د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د دې غونډې پرمهال وویل چې د مالي چارو د څارنې لوی آمریت هڅه کوي چې د بانکدارۍ فعالیتونه په سالمه او خوندي توګه ترسره شي، څو د خلکو امانات خوندي وي.

ښاغلي نوشیر زیاته کړه چې د افغانستان بانک تل هڅه کوي د چارو د پرمختګ او ښې همغږۍ په موخه وړ، با استعداده او نوښتګر کسان تشخیص او په لوړو مدیریتونو کې یې په دندو وګماري.

په پای کې ښاغلي سید محسن سادات هم له مشرتابه پلاوي څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د ورسپارل شویو چارو د لا ښه والي لپاره به له ریښتینولۍ، روڼتیا او صداقت څخه کار واخلي او د مالي چارو د څارنې لوی آمریت د اړوند برخې کارکوونکي به د مالي چارو په پرمختګ کې بیلګه وګرځوي. د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بېلابېلو شعبو د آمرینو او مرستیالانو ترڅنګ یو شمیر کارکوونکو هم ګډون کړی‌ وو.