د افغانستان بانک د مالیې وزارت د بېمې ریاست کارمندانو ښوونه او روزنه ورکړه

کابل، ۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۱ مه – د افغانستان بانک او د مالیي وزارت د بیمې ریاست د دوه اړخیزه هوکړه لیک له مخې د بیمې ریاست ۲۰ تنه کارمندانو ته  د مالي چارو د څارنې برخه، د مالي پیرودونکو له حقونو څخه د ساتنې او اسلامي مالي خدمتونو په برخه کې د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې د افغانستان بانک د کارمندانو له خوا وروزل شول.

د دې پروګرام موخه د افغانستان بانک له خوا د مالیې وزارت له کارمندانو سره د تجربو او پرمختګونو شریکول وو، څو وکولای شي د اقتصادي پرمختګ او د چارو د ښه تنظیم لپاره له دې تجربو او پرمختګونو ګټه پورته کړي.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي وویل چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې د مالي کارمندانو د وړتیا د لوړولو لپاره بېلابېل ښوونیز پروګرامونه په لاره واچوي او کارمندان په تخنیکي برخو کې تر زده کړې لاندې ونیسي. ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د افغانستان بانک مهمه دنده له مالي چارو څخه څارنه او د مالي مقررو جوړول دي، څو مالي پرمختګ او پیاوړتیا ته لاره هواره شي.

په دې ښوونیز پروګرام کې د ماليی وزارت د بیمې برخې ۲۰ تنو کارمندانو ګډون کړی وو چې له دې ښوونیز پروګرام څخه خوښ بریښیدل او هېله یې درلوده چې دغه پروګرامونه نور هم وغځیږي او د ښوونیز پروګرام په وروستۍ برخه کې ګډونوالو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.

د یادوني وړ ده چې دغه هوکړه لیک د یوه کال په موخه ده چې لومړۍ چوپه روزل یې په ۱۱ د چنګاښ پای ته ورسیدل او پاتې برخې به یې د یوه کال لپاره دوام ومومي.

د افغانستان بانک ژمن دی چې د بېلا بېلو ښوونیزو پروګرامونو په لاره اچولو سره د خپلو کارکوونکو ترڅنګ د بېلابېلو وزارتونو د مالي برخې کارکوونکو د وړتیا لوړولو، په لوړو زده کړو سمبالتیا او د یوه وړ او ځواکمن مدیریت رامنځته کولو په موخه له بېلابېلو لارو څخه ګټه اخلي.