پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د افغانستان بانک د مالي خطرونو لوی آمریت کارمندانو ته ښوونه او روزنه ورکړه
کابل، ۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۳ مه – د افغانستان بانک د مالي خطرونو د لوی آمریت ۲۰ تنو کارمندانو ته "په مرکزي بانکونو کې د د مالي خطراتو د مدیریت" ترنامه لاندې د دې آمریت د سلاکار پروفیسور جایان فرانکو وینتو له خوا یوه میاشتنۍ ښوونه او روزنه ورکړل شوه.
د دې پروګرام موخه د بازار خطرونو، د سیالیت او د اسعارو د تبادلې د نرخ خطرونو، د ادارې او مدیریت خطرونو او په کل کې د مالي خطرونو په اړه پوهاوی وو.
د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي وویل چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې د مالي کارمندانو د وړتیا د لوړولو لپاره بېلابېل ښوونیز پروګرامونه په لاره واچوي چې اقتصادي پرمختګ او مالي خطرونو څخه په بشپړه توګه مخنیوی وشي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه د افغانستان بانک د مرکزي بانک په توګه هڅه کوي چې د خپلو بنسټیزو او بنیادي دندو چې د بیو ټیکاو، اقتصادي وده، اسعاري سیاست ترسره کول دي د دې دندو لپاره ښې او مناسبې لارې چارې برابر کړي.
دغه راز ښاغلي رحیمي د افغانستان بانک په ګمارنه کې پر روڼوالي ټینګار وکړ او وې ویل چې د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي له یوشمېر پوهنتونونو سره خبرې کړي، څو د مالي او محاسبې برخې با استعداده او وړ کسان له فراغت وروسته د افغانستان بانک ته وپيژني چې د خپلې وړتیا او لیاقت له مخې په د افغانستان بانک دنده ترلاسه او د وړ او ځواکمن مدیریت لپاره لارې چارې هوارې شي.
د یادونې وړ ده چې دا ښوونیز پروګرام یوه میاشتنۍ وو چې د پروګرام په پای ته رسیدو سره ګډونوالو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې او دغه راز هغه محصلین چې د کابل پوهنتون څخه د کاري زده کړې دورې لپاره د افغانستان بانک ته معرفي شوي ول هغوی هم له یوې میاشتې عملي زده کړې وروسته تصدیق پاڼې ورکړل شوې.
د افغانستان بانک ژمن دی چې د بېلا بېلو ښوونیزو پروګرامونو په لاره اچولو سره د خپلو کارکوونکو وړتیا لوړه او د اقتصادي پرمختګ او یوه عصري مالي سیستم رامنځته کیدو ته لارې چارې برابرې کړي.