د افغانستان بانک د پولي سیاست آمر وټاکل شو

کابل، د 1397 کال د چنګاښ 16 - د افغانستان بانک مشر تابه پلاوي د کارکوونکو په ګمارنه کې د  ژمنتیا د اصل، د لوړو زده کړو لرونکو، مجربه او کار پوهه کارکوونکو د ټاکلو په پام کې نیولوسره ښاغلی نایب خان جمال چې په اقتصادي برخه کې د ماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او له نهه کالونو راهېسې یې په د افغانستان بانک د پولي سیاست د آمریت په بېلا بېلو برخو کې دنده ترسره کړې ده، د افغانستان بانک د پولي سیاست د لوی آمر په توګه وټاکه او هغه یې د افغانستان بانک کارکوونکو ته وپیژانده. 

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د پولي سیاست د نوي آمر په پيژندنه کې څرګنده کړه چې ښاغلی سید اسحاق علوي چې د پولي سیاست د لوی آمریت پخوانی آمر وو د خپل استعداد، لیاقت، تحصیلاتو او وړتیا له مخې د پیسو نړیوال صندوق د سلاکار په توګه معرفي شو. ښاغلي صدیق زیاته کړه چې د تېرو کلونو په ترڅ کې د افغانستان بانک ښې لاسته راوړنې لري او د انفلاسیون څخه په مخنیوي کې خورا مثبت رول ترسره کړی دی چې په دې برخه کې د ښاغلي علوي له فعالیتونو سترګې نشي پټیدلای.

همداراز ښاغلی خلیل صدیق د نایب خان جمال ټاکنه هم د خپل لیاقت، استعداد او وړتیا له مخې وبلله او زیاته کړه چې د افغانستان بانک د آمرینو او کارمندانو په ټاکنه کې له روڼتیا، صداقت او ضوابطو څخه کار اخلي او د همدې اصولو پربنسټ یې ښاغلی نایب خان جمال د پولي سیاست د لوی آمریت د آمر په توګه وټاکه او له ټولو آمرینو او مسئولینو څخه له نوموړي آمر سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په پای کې ښاغلي نایب خان جمال هم د مشرتابه پلاوي له اعتماد او باور څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د ورسپارل شویو چارو د لا ښه والي لپاره به له ریښتینولۍ، روڼتیا او صداقت څخه کار واخلي او د پولي سیاست آمریت مهمې دندې چې د کورنيو بیو ثبات خوندي ساتل دي د دې چارو د ترسره کولو لپاره به له هیڅ راز هڅو او هاندونو څخه ډډه ونکړي.

د یادونې وړ ده چې د ښاغلي نایب خان جمال په پيژندنه کې د افغانستان بانک د دواړو مرستیالانو په ګډون د ډیریو آمریتونو آمرینو او مرستیالانو ترڅنګ د ګڼ شمېر آمریتونو د څانګو مدیرانو هم ګډون کړی وو.