د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی د مسلکي وړتیا په لوړولو ټینګار کوي

کابل، ۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۶ مه – د افغانستان بانک له خوا د ښځینه کارکوونو د وړتیا لوړولوو په موخه د "رهبریت او ښځو ځواکمنتیا" تر نامه لاندې ۴۵ ورځنۍ ښوونې او روزنې پروګرام په لاره واچول شو.

د دې پروګرام موخه د ښځو د وړتیاوو لوړول او د افغانستان بانک په رهبریت کې ښځینه کارکوونکو ته ونډه ورکول په ګوته شوي دي.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د ښوونې او روزنې د پرانېستنې په پروګرام کې وویل چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې د ټولو کارکوونکو په ځانګړي توګه د ښځینه کارمندانو د وړتیا د لوړولو لپاره بېلابېل ښوونیز پروګرامونه په لاره واچوي، څو ښځينه پاړګی په اقتصادي پرمختګونو او د رهبري په پریکړو  کې شامل وي.

د افغانستان بانک ژمن دی چې د بېلا بېلو ښوونیزو پروګرامونو په لاره اچولو سره د خپلو کارکوونکو وړتیا لوړه او په رهبریت کې ښځينه پاړګي شاملولو لپاره لارې چارې هوارې شي.