د افغانستان بانک د کارکوونکو د وړتیا د لوړولو په موخه له یوشمېر داخلي پوهنتونونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

کابل، د ۱۳۹۷ کال، د چنګاښ په ۱۸ مه- د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحيمي په لوړو زده کړو د کارکوونکو د سمبالتیا او مسلکي وړتیا د لوړیدو په موخه د افغانستان له یو شمېر خصوصي پوهنتونونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د دې تړونونو د لاسلیک پرمهال د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي وویل چې ددې هوکړه لیکونو موخه  د افغانستان بانک د کارکوونکو د وړتیا لوړول، په لوړو زده کړو سمبالتیا او دیوه وړ او ځواکمن مدیریت رامنځته کول دي، چې لومړی پړاو یې په کابل کې او دویم پړاو یې اوس ولایتونو کې پلې کیږي.

ښاغلي رحیمي د پوهنتونونو د زده کړو په کیفیت په ټینګار  سره زیاته کړه چې د افغانستان بانک هڅه کوي  چې یو سالم، عصري او پیاوړي مالي سیستم رامنځته کړي او په همدې موخه یې له ټولو زده کړه ایزو علمي او اکاډمیکو ملي او نړیوالو سازمانونو څخه غوښتنه وکړه، څو د مالي نظام د پياوړتیا لپاره د افغانستان بانک کارکوونکو ته د لوړو زده کړو زمینې برابرې کړي.

په دې پوهنتونونو کې خراسان په ننګرهار کې، زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه په پکتیا کې ، سلام پوهنتون په کندز کې، سبا د لوړو زده کړو مؤسسه په کندهار کې، تاج د لوړو زده کړو مؤسسه په بلخ کې، جامي پوهنتون په هرات کې او تابش پوهنتون په میدان وردکو ولایتونو کې د هغو ۴۰ پوهنتونونو له ټولګې څخه ول چې د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي له لوري ورسره هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د افغانستان بانک د کارکوونکو د وړتیاوو د لوړوالي پروګرام د افغانستان بانک د بشري سرچینو د آمریت په نوښت جوړ شوی چې د نړیوال بانک له خوا یې مالي مرسته کیږي.  له دې مخکې د افغانستان بانک په کابل کې له ګڼ شمیر پوهنتونونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي وو چې دا پروژه اوس مهال ولایتونو ته ِغځیدلې ده.

دیادونې وړ ده چې د افغانستان بانک له خوا د کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو پروګرامونه له پخوا راهیسې دوام لري، چې ډیریو کارکوونکو د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو لپاره ترې ګټه پورته کړې ده او اوس مهال د افغانستان بانک د ټولو ولایتونو کارمندان کولای شي د وړتیا لوړونې په موخه له دې چانس څخه ګټه پورته کړي.