د افغانستان بانک په سویل لویدیځ زون کې صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته یو ورځیني ښوونیز پروګرام جوړ شو

د افغانستان بانک د کندهار، هلمند، زابل او د سپین بولدک د ولسوالی 170 تنو صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته د 1397 کال د چنګاښ په 16 نیټه د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو د تنظیم د مقررې په اړه  د پوهاوۍ  یوه ورځیني پروګرام جوړ کړ.

د دي پروګرام د جوړیدو موخه، صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته د  فعالیت د جواز د وړاندې کولو د څرنګوالي او د انفرادي، د صرافۍ د شرکت او د پولي خدمتونو د جوازونو د ارزښت، د صرافۍ او د پولي خدمتونو دکړنو د څرنګوالي او د هغوي د مسؤلیتونو او مکلفیتونو تشریح  او د پیسو د وینځلو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې له معیارونو سره  د آشنایي په اړه پوهاوۍ کڼل کیږي.

د سویل لویدیځ زون آمر ښاغلي محمد نعیم اکبري د دې پروګرام په پیل کې وویل چې د افغانستان بانک دا پروګرام د قانوني سرغړوني د مخنیوي، د کړنو د تنظیم او د قانوني او رڼو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په لاره اچولي ده  توڅو صرافانو اود پولي خدمتونو وړاندې کوونکي وهڅوي چې د صرافۍ  او پولي خدمتونو شرکتونه جوړ کړي.

د پروګرام په اوږدوکې د افغانستان بانک د مالي څارنې لوي آمریت د کارکوونکو لخوا  د صرافانو د کړنو د قانوني کولو او د تنظیم مقررې په اړه اړین توضیحات وړاندې کړل.

د یادونې وړه ده چې کندهار ته د ګمارل شوي پلاوي د سفر په څنډه کې د صرافۍ او د پولي خدمتونو له بازارونو څخه د لیدنې پر مهال ستونزې او سرغړونې وپیژندې او د حل لپاره یې د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د ټولنې ریاست ته لازمې لارښوونې وشوې چې د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو ټولنې د شته ستونزو د حل لپاره او د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو د تنظیم د مقررې د رعایتولو په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.

د افغانستان بانک تل هڅه کوي څو په هېواد کې د یو پیاوړي او پرمختللي مالي نظام په موخه د ټولو مالي معاملو څخه څارنه وکړي او اجازه ورنکړي څو پیسو وینځونکي د دې فرصتونوڅخه د خپلو تورو پیسو د سپینولو په موخه ګټه پورته وکړي.