د وړو مالي مؤسساتو د مشکوکو مالي معاملاتو د راپور ورکونې بهیر د پيل په اړه ښوونیز پروګرام ترسره شو

کابل، د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په ۲۵ مه- د افغانستان بانک د مالي معاملاتو او راپورونو د څېړنې مرکز وړو مالي مؤسساتو ته د مالي مشکوکو معاملاتو د راپور ورکونې دپيل په اړه ښوونیز پروګرام ترسره کړ.

ددې پروګرام موخه د قانوني تعذیراتو، نشه یې توکو، پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د معاملاتو په اړه د راپور ورکولو د پروسې او مشکوکو مالي معاملاتو په اړه د افغانستان د مالي معاملاتو او راپورونو د څیړنې مرکز ته د راپور ورکونې د لړۍ پیلیدل دي.

د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې مالي وړې مؤسسې اړ دي چې د مشکوکو مالي معاملاتو په اړه د افغانستان بانک د مالي معاملاتو او راپورونو د څیړنې مرکز ته راپور ورکړي.

د افغانستان بانک د مالي معاملاتو او راپورونو د څیړنې مرکز هڅه کوي چې د مشکوکو مالي معاملاتو د راپور ورکونې په برخه کې ښه والي رامنځته شي او له همدې لارې د افغانستان مالي سیستم له ستونزو او ننګونو خلاص او په هېواد کې د یوه عصري مالي سیستم لپاره لار هواره شي.

د افغانستان بانک د مالي معاملو او راپورونو د څېړنې مرکز د قانون له مخې ژمن دی چې په مالي معاملاتو کې د هغو اشخاصو د ناسمې ګټې اخیستنې څخه مخینوی وکړي چې غواړي له نا مشروع لارې تورې پیسې سپينې کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه ښوونیز پروګرام د افغانستان بانک د مالي معاملاتو د راپورونو د څیړنې مرکز په تخنیکي همکارۍ د افغانستان بانک په مرکزِي دفتر کې په لاره اچول شوې وو چې  د مالي وړو مؤسسو ۲۳ استازو پکې برخه اخیستې وه.