د افغانستان بانک په پام کې لري څو په هېواد کې د ورکړې برښنایي سیستم ته وده ورکړي

 کابل، 1397 کال د چنګاښ 23 – د افغانستان بانک په پام کې لري څو د نړیوال بانک په تخینکي مرسته په ورکړو کې د آسانتیا راوستلو په موخه د ورکړې برښنایي سیستم په ځانکړې توګه د Mobile Money  سیستم په لاره واچوي.

د ورکړي د برښنايي سیستم په پلي کولو سره به د دولتي کارکوونکو معاشونه او خلکو ته د دولت نورې  ورکړې د دې سیستم له لارې ترسره شي.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي په هغه غونډه کې  چې د برښنايي پیسو د ادارو له استازو، د ورکړو د خدمتونو وړاندې کوونکو او د افغانستان د اداینېو سیستم د ادارې ( APS) له کارکوونکو سره د نړیوال بانک په دفتر کابل کې جوړه شوې وه وویل چې د افغانستان بانک د عرضې او تقاضا او همدا ډول د هېواد د اداینیزو سیستم د بیخبنسټونو د ودې د څرنګوالې په پام کې نیولو سره  په پام کې لري څو په هېواد کې د برښنایي ورکړو سیستم پراخه او پرمختللی کړي.

همدا ډول د افغانستان بانک دویم مرستیال وویل چې د دې سیستم په پلي کولو سره هېوادوال کولای شي خپلو ورکړې د موبایل له لارې تر سره کړي؛ ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د دولتي کارکوونکو او د شهیدانو او معلولینو دکورنیو د حقونو ورکړې کولای شي په هېواد کې له ورکړې برښنایي سیستم څخه د دودولو او لا کارونې لپاره زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې د  نړیوال بانک استازو ژمنه وکړه چې د ورکړې برښنایي سیستم په  پلي کیدو کې به د افغانستان بانک سره  د تشخیصیه مطالعاتو په تر سره کولو او داسې نورو تخنیکي برخو کې مرسته کوي.

د یادونې وړه ده چې د افغانستان بانک هر کال د فزیکي پیسو یا بانکنوټونو د چاپولو لپاره دیری لګښت کوي  چې د ورکړې برښنايي سیستم په پلي کولو  سره به په هېواد کې د نغدو پیسو د  ژر زړیدوکچه راکمه شي  اوله هغه لګښت څخه چې د فزیکي پیسو په چاپولو کیږي، مخنیوي وشي.