د افغانستان بانک اداري غوڼده کې پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار وشو

د ۱۳۹۷ کال د زمري ۲ مه – د افغانستان بانک دویم مرستیال د اړوندو آمریتونو په ګډون  د اداري غونډې په ترڅ کې د همکارۍ او همغږئ ترڅنګ په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې او اترې وکړې او له اړوند آمرینو څخه یې د لا همکارۍ غوښتنه وکړه.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د آمریتونو د ستونزو له اوریدو وروسته د حل لارې په موخه بېلابېلو آمریتونو ته لازمې لارښوونې وکړې او له آمرینو څخه یې وغوښتل چې د مالي چارو د ښه والي او پرمختګ په موخه باید همکاري او همغږي ته پراختیا ورکړي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی هڅه کوي چې د چارو د ښه والي او د یوه عصري مالي سیستم د رامنځته کیدو په موخه چارې وړ، با استعداده او ځواکمنو مدیرانو ته وسپاري، څو د افغانستان د اقتصادي غښتلتیا لامل وګرځي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک په اداري غونډه کې د دویم مرستیال په ګډون د بېلابېلو آمرینو او د یوشمېر آمریتونو مرستیالانو هم ګډون کړی وو.