د افغانستان بانک د فراه او نیمروز ولایتونو د استازندویه دفترونو د تشو بستونو د ډګولو لپاره ازموینه واخیستل شوه

 کابل، ۱۳۹۷ کال، د زمري۳ مه - د افغانستان بانک د کارکوونکو د ګمارنې په پروسه کې په روڼوالي ټینګار کوي او په همدې ترڅ کې یې نن د فراه او نیمروز ولایتونو د استازندویه دفترونو د تشو بستونو د ډکولو په موخه له ۶۵ کسانو څخه تحریري ازموینه واخیستله.

د افغانستان بانک د بشري سرچینو آمریت لوی آمر ښاغلي بشرمل پسرلي وویل چې په ګمارنه کې د روڼوالي او ضوابطو ته د لومړیتوب ورکولو په موخه د ټولو ولایتې ګمارنو ازموینې په پلازمینه کابل کې اخیستل کیږي چې موخه یې روڼوالی او د تشکیلاتي جوړښت د ښه تنظیم لپاره د استعداد لرونکو او په لوړو زده کړو د سمبال وګړو په دندو ګمارل دي.

د بشري سرچینو لوی آمر همدا راز د ازموینې پروسې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان بانک  د آزموینې پروسه ډیره رڼه او پاکه ترسره کیږي او د هر ډول ستونزې د لیدو پرمهال ګډون وال کولای شي، خپل شکایت له د افغانستان بانک سره شریک کړي.

د یادونې وړه چې د افغانستان بانک د ټولو ګمارنو لپاره یوه رڼه پالیسي لري چې د هغې له مخې لومړی تحریري ازموینه اخیستل کېږي او په هغه صورت کې چې د ازموینې ګډونوال په تحریري ازموینه کې بریالي شي بیا مرکې ته غوښتل کېږي او په مرکه کې له بریالیتوب سره سم په د افغانستان بانک اړوند بست کې په دنده ګمارل کېږي.