د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یوه ښوونیز ورکشاپ په ترڅ کې "د نوښت د خلا موډل" په اړه معلومات وړاندې کړل

د ۱۳۹۷ کال د زمري د میاشتې ۷ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د یوه ښوونیز ورکشاپ په ترڅ کې د افغانستان بانک آمرینو او د آمریتونو مرستیالانو ته "د نوښت د خلا موډل" په اړه چې د ښاغلي واحدالله نوشیر له نوښتونو څخه وو په بشپړه توګه توضیح کړ.

دغه موډل مخکې تردې د لندن په اکسفورډ، د مالیزیا په اسلامي پوهنتون، د افغانستان په امریکایې پوهنتون کې تشریح شوی چې ډیرو بحثونو وروسته یې د مدیریت او رهبریت په برخه کې ګټور ثابت شوی دی. د دې موډل موخه د رهبریت او مدیریت په برخه کې د نوښت ګرو نظریو راټولول، پلي کول او له بشري ځواک څخه ګټه اخیستل دي.

دغه ښوونیز پروګرام د هغو وړتیا لوړونې د پروګرامونو له ټولګې څخه شمېرل کېږي چې د بشري سرچینو آمریت یې روان کال په پام کې لري او د دې وړتیا لوړونې  پيل یې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال "د نوښت د خلا موډل" په اړه د معلوماتو په ورکولو سره پيل کړ.

د افغانستان بانک د بشري سرچینو لوی آمریت آمر ښاغلي بشرمل پسرلي وویل چې د روان کال په ترڅ کې  د وړتیا لوړونې لپاره ۹ پروګرامونه په پام کې لري چې له هغې ټولګې څخه (چارو وده، په لوړو زده کړو د کارمندانو سمبالتیا، لنډ مهاله ترینګونه او تخصصی پروګرامونه رانغاړي) پلي کړي چې ځینې یې اوسمهال چې په لوړو او تخصصي زده کړو د افغانستان بانک د کارمندانو سمبالتیا ده، پيل شوي دي.

ښاغلي پسرلي زیاته کړه چې د کارکوونکو د وړتیاوو د لوړولو او په لوړو زده کړو د هغوی د سمبالتیا په موخه د لېسانس او ماسترۍ لپاره له بېلا بېلو پوهنتونونو سره تړونونه لاسلیک کړي دي، څو د افغانستان بانک ټول کارکوونکي د لیوالتیا له مخې په لوړو زده کړو سمبال او د یوه ځواکمن او نوښتګر مدیریت د رامنځته کولو لپاره لارې چارې هوارې شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د افغانستان بانک د ستراتيژیک پلان په پام کې نیولو سره هڅه کوي چې د وړ او په کار پوه مدیریت لپاره زمینه برابره کړي او د افغانستان بانک مدیریت د نورو دولتي او خصوصي ادارو په منځ کې یوه بیلګه وګرځوي چې مدیریت یې په نړیوالو معیارونو او ستنډرډونو ولاړ او نا فذه قوانینو په رڼا کې مخ ته ولاړشي.